- مطابق
(ژباړه)
خبر:
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن د سهشنبې په ورځ وویل، چې پاکستان د تېر وخت له ترخو خاطرو تېر شوی او غواړي له بنګلهدېش سره نوې اړیکې جوړې کړي. هغه دا څرګندونې د دواړو هېوادونو د اړیکو له ګرمېدو سره په ورته وخت کې وکړې.
تبصره:
هغه نوې او ګرمه څپه چې په دې ورځو کې د اسلاماباد او ډاکا ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو د نښې په توګه څرګندېږي، باید په دقت سره وڅارل شي؛ هغه څپه چې لوړپوړې پوځي لیدنې او سیاسي تګ راتګونه پکې شامل دي. خو دغه خوځښتونه په لازمي توګه د پاکستان او بنګلهدېش ترمنځ د رښتیني نږدېوالي په معنا نه دي؛ بلکې تر ډېره د یوې داسې پردې په څېر دي چې حقیقت پټوي او هغه درزونه او اختلافات ټینګوي، چې اسلامي امت یې له کلونو راهیسې د پای ته رسېدو هیله لري.
راپور ټینګار کوي چې د تېر کال په اګسټ کې د بنګلهدېش له ولسي پاڅون وروسته، د پاکستان او بنګلهدېش دوه اړخیزې اړیکې او د سوداګرۍ کچه د پام وړ ښه شوې ده. همدارنګه د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان د ګډو ځواکونو مشر «ساهر شمشاد میرزا» بنګلهدېش ته سفر وکړ؛ هغه سفر چې د نوموړي او د بنګلهدېش د هوايي او سمندري ځواکونو د قوماندانانو ترمنځ پکې د دفاعي او امنیتي همکاریو د ښه کېدو خبرې وشوې.
دواړو لوریو په هیلهمندۍ سره اعلان وکړ چې د خپلو پوځي اړیکو د پراخولو لپاره چمتو دي او ټینګار یې وکړ چې دا همکاري باید د حاکمیت پر برابرۍ او متقابل درناوي ولاړه وي.
خو سره له دې ټولو خبرو چې د ګډ ایمان او پوځي همکاریو په اړه کېږي، په عملي ډګر کې د اوسنیو دولتونو له پولو هاخوا نه اوړي او په همغه تنګ چوکاټ کې محدود پاتې کېږي. د پاکستان او بنګلهدېش پوځي قوماندانان باور لري، چې د بهرنيو فشارونو د مقابلې لپاره باید د دغو دوو سیمو ترمنځ یو دایمي شراکت رامنځته شي؛ خو کله چې پر تاریخي مسیر او د تېرو لسیزو تجربو ته پام وکړو، دا خبرې تر ډېره تشې او بېمحتوا ښکاري؛ داسې لکه د ژور او رښتیني واقعیت استازولي چې نه کوي.
په وروستیو کلونو کې اسلامي نړۍ په غزې کې یوه دردناکه او لړزوونکې صحنه تجربه کړه؛ هغه صحنه چې د بشپړې نسلوژنې یاد تازه کوي. خو په همدغو شېبو کې هم هغو اختلافونو او پولو چې د اسلامي خاورو ترمنځ ایستل شوي، اجازه ور نه کړه چې کوم جدي او واحد پوځي غبرګون وښیي.
که څه هم ډېری دغه اسلامي خاورې پیاوړی دفاعي ځواک او پراخ امکانات لري؛ خو ملي پولو په عملي توګه د هغوی مخه ونیوله او د هر ډول ګډ اقدام پر وړاندې یې خنډ شوې؛ ته به وایې چې د «هر هېواد مساوات او خپلواکي» ساتل، د واحد امت درد ته تر رسیدهګۍ مهم دي.
برعکس، کله چې په همدغو خاورو کې یوه یې په مستقیم ډول تر برید لاندې راغلې، سمدستي او پرېکنده غبرګون یې ښودلی او دا یې د وړتیا او ځواک د شتون څرګنده نښه ده. خو ستونزه بل ځای ده؛ د مسلمانانو د خاورو ترمنځ ګډه سیاسي اراده فلج شوې، دا اراده له کلونو راهیسې د هغو پولو تر سیوري لاندې محدوده او ټوټه ټوټه پاتې شوې ده، کومې چې د انګلیس استعمار پر دغو سیمو تپلې دي.
اوس هغه وخت رارسېدلی چې د دغو ملي پولو پر ورانوونکي حقیقت اعتراف وکړو؛ هغه پولې چې په ۱۹۲۴م کال کې د خلافت تر ړنګېدو وروسته اسلامي امت ورسره لاس او ګریوان دی. الله سبحانه وتعالی موږ ته د یووالي حکم کړی او له تفرقې څخه یې منعه کړي یو، لکه څنګه چې فرمایي:
﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلَا تَفَرَّقُوا﴾ [آل عمران: ۱۰۳]
ژباړه: او ټول د الله (سبحانه وتعالی) په رسۍ منګولې ټینګې کړئ او تفرقه مه کوئ.
هغه تفرقه چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه خبرداری ورکوي، همدغه جعلي او ملي پولې هم رانغاړي. لنډمهاله او محدودې پوځي همکارۍ، هغه هم د متقابل درناوي د تړونونو پر بنسټ، په حقیقت کې یوازې د ټوټه ټوټه شوو دولتونو د حاکمیت د پیاوړتیا سبب ګرځي؛ دا ښکلې ظاهري بڼه، په حقیقت کې هغه رښتینی او ژور یووالی پټوي چې مسلمانان ورته له ډېر وخت راهیسې تږي دي.
هغه وخت رارسېدلی چې دغه حقیقت ووینو او د بدلون لپاره یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منهج پر بنسټ په سیاسي هڅو او فکري مبارزې سره حرکت پيل کړو. د بېلتونونو او پخوانیو لانجو له ترخو خاطرو څخه باید راووځو او د یوه واحد قدرت د رامنځته کولو په لوري باید ګام واخلو؛ هغه قدرت چې الله سبحانه وتعالی پر موږ واجب کړی دی. دغه یووالی باید زموږ غوښتنه وي؛ یعنې هغه یووالی چې د نبوت په منهج د خلافت په چوکاټ کې وي، نه هغه ټولګه چې د جلا جلا دولتونو د همکارۍ په پایله کې رامنځته کېږي.
لیکوال: سیف الدین عرفان
۱۴۴۷هـ.ق د جمادی الثانی ۵مه
۲۰۲۵م نومبر ۲۶مه
ژباړن: صهیب منصور




